ژوندلیک

ژوندلیک

پېژندنه

عبدالمجید زابلي د (اګست ۱۴، ۱۸۹۶ څخه تر نومبر ۲۳، ۱۹۹۸) پورې د افغانستان په اقتصادي تاریخ کې یو مهم او پېژندل شوی شخصیت دی. زابلي د یو مخکښ سوداګر، اصلاح غوښتونکي او سیاستوال په توګه، د افغانستان د یوې دودیزې کرنیزې ټولنې څخه یو متنوع اقتصاد ته د لېږد په برخه کې مهم رول ولوباوه. د هغه لید او نوښتونو په هېواد کې د عصري بانکدارۍ او صنعتي پراختیا بنسټ کېښود.

د زابلي د ژوند او کار په اړه

زابلي په ۱۸۹۶ کال کې د غزني ولايت په ناوې ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي خپلې زده کړې په هرات او وروسته په تاشکند کې ترسره کړې، هغه ځای چې نوموړی له بېلابېلو اقتصادي ماډلونو سره اشنا شو. په ۱۹۱۷ میلادي کال کې، نوموړي د خپل پلار د صادراتو او وارداتو سوداګرۍ په غاړه واخیسته، چې له ایران او روسیې سره یې سوداګري پیل کړه. تر ۱۹۲۲ کال پورې، هغه د شرکت مرکزي دفتر تاشکند او وروسته مسکو ته ولېږداوه، هغه ځای چې نوموړي د شوروي اتحاد د نوي اقتصادي پالیسۍ لاندې د ټوکر جوړونې (نساجۍ) فابریکه چلوله.

د زابلي سوداګريزو برياوو او مخ په وده شهرت ته ډېر ژر د افغانستان پام ور واوښت. کله چې محمد نادر خان په ۱۹۲۹ کال کې د امان الله خان له واک ګوښه کېدو وروسته واک بېرته ترلاسه کړ، هغه مهال هېواد د بې‌ ثباتۍ پر لور روان و، په ورته مهال کی نادر خان د بهرنیو هېوادونو څخه د وړ او با استعداده افغانانو راجلب ته پام واړاوه. نادر خان، د زابلي اقتصادي پوهې او نړیوالو تجربو ته په کتو، هغه ته د هېواد د اقتصادي بیارغاونې او عصري کولو د پروسې مشرتوب وسپاره. له دې سره، زابلي ته مهمې دندې وسپارل شوې تر څو مالي بنسټونه جوړ کړي او صنعتي ودی ته لاره هواره کړي. دا د افغانستان د اقتصادي بیا جوړونې د بهیر پیل و.

لاسته راوړنې

د نوموړي ځينې بېسارې لاس ته راوړنې په لاندې ډول دي:

  • د افغانستان د لومړي ملي بانک بنسټ ایښودل

    په ۱۹۳۲ کال کې زابلي د اشامي شرکت بنسټ کېښود چې وروسته بیا په ۱۹۳۳ کال کې یاد شرکت د بانک ملي افغان (د افغانستان ملي بانک) نوم ته واوښت او دغه بانک د هېواد د مالي نظام بنسټ کېښود. یاد بانک د اسعارو تنظیم، د پورونو ورکړه، او د پانګې برابرول پر غاړه واخيستل. زابلي د سود پر ممنوعيت باندې د اسلامي قوانينو په پام کې نیولو سره د 'پيسو ټکټ' نوښت رامنځته کړ چې بانک ته يې د ګټې ترلاسه کولو اسلامي لاره پرانيستله.

  • صنعتي او اقتصادي پرمختګ

    د نوموړي سوداګري تر بانکدارۍ محدوده پاتې نه شوه. زابلي د صنعت په پراختيا کې هم مهم رول ولوباوه، نوموړي د بانک له لارې ګڼ شمېر صنعتي پروژې تمویل کړې. د افغانستان د لومړنيو سترو تولیدي او پروسسوونکو فابريکو بنسټونه د هغه تر رهبرۍ لاندې کېښودل شول. چی په دې کې د پنبی، وړيو، بورې، او ټوکر جوړونې (نساجۍ) تولیدي فابريکې شاملې وې. د بانک له لورې د شمالي سیمو د پنبی پروسسولو، د پلخمري ټوکر جوړونې (نساجۍ)، د بغلان د بوری، او د کندهار د وړيو فابریکې تمويل شوې. دا ډول اقداماتو د هېواد صنعتي کېدو او اقتصادي تنوع ته لاره هواره کړه.

  • ۱۲ کلن پرمختیایي پلان

    په ۱۹۴۸ کال کې، زابلي د شاه محمود خان په کابينه کې د ملي اقتصاد وزير وټاکل شو. هغه په همدې کال کې يو نوښتګر ۱۲ کلن پراختيايي پلان وړاندی کړ چې شاوخوا ۴۵۰ ميليونه ډالره ارزښت يې درلود. دغه پلان کې د عامه پروژو، کانونو، زده‌ کړو او صنعت په برخو کې پانګونه شامله وه. که څه هم دغه پلان پوره پلي نه شو، خو د زابلي اوږدمهاله اقتصادي لیدلوری څرګندوي، چې موخه يې د يو خپلواک او متنوع اقتصاد لرونکی افغانستان جوړول و.

  • د سوداګرۍ تګلاره

    زابلي د افغانستان د سوداګریز سیاست او نړیوالې ملګرتیا په جوړښت کې هم رغنده رول ولوباوه. په ۱۹۳۰ او ۱۹۴۰مو کلونو کې يې هڅه وکړه چې د هېواد سوداګريزه تکیه له بریتانوي هند څخه لرې کړي او پر آلمان، جاپان او شوروي اتحاد تمرکز وکړي. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، نوموړي د ملي بانک يو څانګه په برلين کې پرانيسته او هڅه يې وکړه چې افغانستان يو بې‌ طرفه خو اقتصادي فعال هېواد وښيي.

  • زابلي د صنعتي او زیربنايي پراختیا لپاره د پانګې راټولولو پرمهال د اسلامي مالي اصولو سره سم تخلیقي مالي وسایل معرفي کړل. نوموړي د ګډو شرکتونو (Joint-Stock Companies) د جوړېدو ملاتړ وکړ او افغان متشبثينو او دولتي کارکوونکو ته يې د کور جوړولو او د کاروبار پيل لپاره مناسب پورونه برابر کړل.

میراث

عبدالمجيد زابلي د افغانستان د معاصر اقتصاد د بنسټ اېښودونکو له جملې څخه و. د بانک ملي افغان (افغان ملي بانک) په تاسيس سره، نه يوازې يې د هېواد بانکي نظام بنسټ کېښود، بلکې د يو اصلاح‌ غوښتونکی اقتصادي فکر مشالدار هم وګرځېد. هغه د افغانستان د بانکي نظام پلار ګڼل کېږي، چې دا لقب يې د خپلې لرليد لرونکې رهبرۍ، زړورو اصلاحاتو، او د اقتصادي خپلواکۍ لپاره د ژمنتیا له امله تر لاسه کړی.

د ژوند په وروستيو لسیزو کې، زابلي ځان د اقتصادي زده‌ کړو او څېړنو ودې ته وقف کړ. هغه پر معلوماتو ولاړې پاليسۍ ته ژمن و او د افغانستان د ټولنیز-اقتصادي ننګونو په تړاو یې د آزاد بحث او انتقادي تحليل لپاره بنسټونه هڅول. د ملي پرمختګ په برخه کې د پوهنې د بدلون‌ راوړونکي رول په پېژندلو سره، زابلي په دې هڅه کې و چې د کابل پوهنتون د فکري ودې لپاره یو مهم مرکز جوړ کړي. هغه په فعاله توګه د کابل پوهنتون او مشهورو نړیوالو پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ د رامنځته کولو پلويتوب وکړه، ترڅو ګډې څېړنې، د پوهنې د تبادلې پروګرامونه، او د اقتصاد او پراختیا په برخو کې د نړیوالو غوره تجربو خپراوي ته وده ورکړي.

د هغه لید دا و چې د ځايي بنسټیز حل لارو د پراختیا د هڅونې ترڅنګ افغان زده کړیالان او پوهان د نړیوالو علمي معیارونو سره اشنا کړي. د نوموړي په وصیت کې یوه ژوره او سمبولیکه هیله دا وه چې کله افغانستان کې یو استازی او ټول شموله حکومت واک ته ورسیږي، نو د بسپنې وجهي صندوق دې رامنځته او د نوموړي ټوله شتمني دې کابل پوهنتون وسپاري. د نوموړي دغه اقدام د ځوانانو د ځواکمنتیا، د بنسټونو د پراختیا، او د لوړو زده کړو د نقش په اړه د هغه د اوږدمهاله ژمنې څرګندونه وه چې د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ اساس ګڼل کېږي. زابلي په ۱۹۹۸ کال کې په نیویارک کې د ۱۰۲ کلونو په عمر وفات شو، خو میراث یې لا هم ژوندی دی. د کابل په ښار کې د (مجید زابلي د اقتصادي څېړنو او پالیسۍ تحلیل مرکز) لا هم د نوموړي نوم ژوندی ساتي، چې نن ورځ د علمي تحقیق او پالیسۍ جوړونې یو مهم مرکز ګڼل کېږي. د متشبثتوب/ سوداګرۍ، اصلاحاتو او ملي پرمختګ په برخه کې د نوموړي تلپاتې ژمنتیا د هغه افغان نسلونو لپاره د الهام یوه سرچینه ده چې غواړي پر ځان بسیا هېواد او ملت جوړ کړي .