26 May,25
by ولي خان
د بالي ووډ د مشهور ستوري سلمان خان پلار سليم خان د خپل زوی د جنجالي ټويټ اړوند ويلي، چې که کومه ورځ دی اړ شي، نو بېرته به خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته لاړ شي.
تر هغه وروسته چې سلمان خان په خپله ټوېټر پاڼه کې د ترهګرۍ په تور اعدام شوي یعقوب مېمون په پلوۍ ليکنه وکړه، يو شمېر خلکو د سلمان خان د کور پر وړاندې مظاهرې وکړې او د خان له کورنۍ نه يې وغوښتل چې رسمي بښنه وغواړي او د هند له دولت څخه يې غوښتنه وکړه چې د سلمان خان کورنۍ پاکستان ته وشړي.
د سلمان خان پلار سليم خان له يوې خوا د خپل زوی ليکنه وغندله او هغه يې بې مانا وبلله او ويې ويل چې ليکنه په ناپامۍ شوې ده او له بلې خوا يې وويل چې مظاهره چيان بايد ووايي، چې موږ بېرته افغانستان ته وشړل شو، ځکه چې زموږ پلرنی هېواد افغانستان دی او زما غور نېکه انور خان له افغانستان څخه راغلی و. ده وويل، چې که زه اړ شم نو افغانستان ته به لاړ شم او زه هلته اوس هم ښې اړيکې لرم.