by ولي خان
په اسټرالیا کې يو افغان زده کوونکي د ايټالوي ژبې نړيوالې اتلولۍ سيالۍ کې په (درې سوه زره) کسانو کې دويم مقام ګټلی دی.
رستم خان صافی چې د اسټراليا په ميلبورن کالج کې د نهم ټولګي زده کوونکی دی، د ايټالوي ژبې د (۲۰۱۵) کال نړيوالې اتلولۍ کې ګډون کړی و. په دغې سيالۍ کې له ۲۴ هېوادونو څخه (درې سوه زره) کسانو برخه اخسيتې وه چې له افغانستان څخه په کې رستم خان دويم مقام خپل کړ او د سرو زرو جايزه يې وګټله.
26 May,25
05 Feb,25
04 Feb,25
09 Oct,24