26 May,25
په تیرو څو ورځو کې په ټولنيزو پاڼو کې د افغاني تولیداتو په اړه روان کمپاين ډير موثر او ګټور دی، زه ډير مخکې ددې کار تږی ووم خو اوس هم ناوخته نه ده شکر چې ځوانانو دا همت وکړ او دا کمپاين شروع شو، خو ددې کمپاين په لړ کې د څو نورو خبرو يادونه هم اړينه ده، ځکه که چيرې موږ وطني تولیدات کارو،نو ددې وطن سوداګر هم د خپل وطن پر وړاندې د فابريکي او کاري موکو تر څنګ ځينې مکلفيتونه لري ډير به بر نه ځم لنډ به راشم او خپل وړانديزونه به وليکم:
۱ـ هغه سترې کارخانې چې اعلانات خپروي دوی باید خپل اعلانات پردي پالو او افغانستان ضد رسنيو ته ور نه کړي ځکه د دوی په پيسو همدا رسنۍ د هرې ورځې په تیریدو سره پیاوړې کيږي او بیا زموږ فکري، رواني او ټولنیز سکون لوټي ددې ډول رسنيو پر وړاندې هم همداسې يو غږ ته اړتيا ده دا غږ بايد ژر پورته شي هر سوداګر ته بايد ورشو او دوی وپوهوو چې کومې رسنۍ ته دې اعلانات ورکړی او کومې ته دې نه ورکوي دلته به مو دوه ګټې کړي و: