08 Jul,25
لیکوال: شعیب رحیم
د نړیوال بانک د شمېرو له مخې، افغانستان يو ځل بيا په دوامداره توګه د ټيټ عايد لرونکو هيوادونو په قطار کی راغلی. د ياد بانک د شميرو له مخې له ۲۰۰۰ م کال څخه تر ۲۰۲۴ پورې د افغانستان د سړي سر ناخالص ملي عاید لا هم د ټیټ عاید لرونکو هېوادونو په کټګورۍ کی شامل دی. که څه هم د ۲۰۰۲ م کال نه وروسته د نړیوالو مرستو او پراختیایي پروژو له امله یو څه اقتصادي خوځښت رامنځته شو، خو دغه وده لنډمهاله وه او دوام یې ونه موند.
د کلونو په اوږدو کې دا عایدکله ناکله لوړ او ټیټ شوی، چې علتونه یې ترډېره د سیاسي بې ثباتۍ، د بهرنیو مرستو کمښت، او د اقتصادي فرصتونو محدودتیا ګڼل کېږي.
د سړي سر عاید د ټیټې کچې يو لامل د کاري فرصتونو کمښت او کمی عاید لرونکې دندې دي. ډېری خلک یا بېکاره دي، یا داسې دندې لري چی مناسب عاید تری نلري. تر هغه چې د خلکو لپاره د باثباته دندو فهرست برابر نشي د عوايدو کچه به په دوامداره شکل ټيټه پاتی کيږي.
نوټ: لاندې ګراف له ۲۰۰۰ م څخه تر ۲۰۲۴ م کال پورې د
افغانستان د سړي سر ناخالص ملي عايد په ډاګه کوي.
#AfghanEconomy
#GNI
#ZabulCenter
26 May,25
05 May,23