په افغانستان کې د فابریکو شمېر په پنځو کلونو کې ۶۵۰۰ ته رسېدلی
Test
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په افغانستان کې د فعالو فابریکو شمېر له شاوخوا ۳۰۰۰ څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی او نږدې ۴۵۰ زره صنعتي دندې یې رامنځته کړې دي. کورنی تولید د خوراکي توکو، درملو، ساختماني موادو او نورو برخو کې پراخ شوی دی. د برېښنا کمښت، محدودې مالي سرچینې، د ترانسپورټ لګښتونه او د مسلکي کارکوونکو کمښت لا هم ستر خنډونه دي.