x

ډېر پلټل شوي

  • Economics
  • Publications
  • Afghanistan
  • Growth
  • Plan

ګډون وکړئ

  • +93 78 733 3444
  • [email protected]
  • پښتو
  • دری
  • English
  • کورپاڼه
  • زموږ په اړه
    • زموږ کیسه
    • لید، ماموریت او ارزښتونه
    • مشورتي بورډ
    • موضوعي برخې
  • خپرونې
    • د پالیسۍ لنډیزونه
    • مقالې
    • مهالنۍ
      • اونیز خبرلیک
      • میاشتني اقتصادي بهیرونه
      • درې میاشتنۍ اقتصادي مجله
      • کلنۍ اقتصادي بیاکتنه
  • تبصره
    • نظریاتي سرمقالې
    • زابلي په رسنیو کې
    • زموږ لیکوالان
  • د پوهې مرکز
    • کتابتون
    • آرشیف
  • د مجید زابلي په اړه
  • پښتو
  • دری
  • English
  • پښتو
  • دری
  • English

  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

26 May

په شيکاګو کی د يو افغان د بريا کيسه

لیکوال: شعیب رحیم

په شيکاګو کی د يو افغان د بريا کيسه


د مجيد زابلي د اقتصادي څېړنیز مرکز موندنې ښيي چی له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۴ ميلادي کلونو پورې د افغان زعفرانو د‌صادراتو کچه شاوخوا ۱۲۶ ميليونه امريکايي ډالره ښودل شوې

په دې ليکنه کی مونږ پر همدې موضوع د يو افغان د بريا کيسه درته وړاندې کوو.


محمد صالحي هغه افغان ځوان دی چی په افغانستان کې یی د خپلې کورنۍ په لس جریبه کرونده کې د زعفرانو په راټولولو کې مرسته کوله. کله چې لوی شو، دغه کاروبار یې په امریکا کې د یوې بریالۍ سوداګرۍ په مرکز بدل کړ.

له ښوونځي څخه تر فارغېدو وروسته، صالحی د امریکا د وسله والو ځواکونو سره د ژباړونکي په توګه کار وکړ، چې په پایله کې د هغوی له ځانګړې ویزې برنامې څخه د ګټې اخیستنې وړ وګرځېد. صالحی په ۲۰۱۴ کال د منی په موسم کې شیکاګو ته ورسېد او هلته یې د یوې املاکي کمپنۍ لپاره د مېلمه پال په توګه کار پیل کړ.

یوه ورځ، کله چې هغه د پلو د تيارولو لپاره چمتووالی نیوه، په یوه ځايي پلورنځي کې یې د زعفرانو یو بوتل واخیست. خو کله چې یې خوند وڅکه، پوه شو چې دغه زعفران د هېواد له اصلي زعفرانو څخه ډېر توپیر لري.

 صالحي وایي چی د اصلي زعفرانو خوند د خټې ورته او د ګلانو په څېر بوی لري او دا زعفران فلزي ښکاره کېدل او د تمباکو په څېر خوند یې درلود.

صالحي له دې تجربې څخه د يو فرصت په توګه ګټه واخيسته. نوموړي خپل پخواني کور ته چې د افغانستان د لوېدیځ هرات ښار ته نږدې دی، بېرته ولاړ، له ځان سره یې د ۲۰۰ ګرامو په اندازه زعفران راوړل او د خپلې کورنۍ له کروندې څخه یی د زعفرانو واردول پيل کړل. د ۲۰۱۷ م کال د اوړي په موسم کې، هغه کور په کور وګرځېد او د رستورانتونو له پخوونکو سره یې نمونې شریکې کړې.

کله چې زعفرانو د پخلنځيو د ټولنې په منځ کې شهرت پيدا کړ، صالحي د نورو زعفرانو واردول پیل کړل. د ۲۰۱۷ م کال په ډسمبر کې، د صالحی مور نوموړي ته درې پاوه زعفران ولېږل، او درې میاشتې وروسته یې ۱۱ پاوه نور هم ور واستول. رستورانتونو په میاشت کې له ۵۷ ګرامو څخه تر ۱۱۴ ګرامو زعفران چی د هرو ۲۸ ګرامو زعفرانو بيه ۱۲۵ ډالره کيده اخیستل، په داسې حال کې چې عامو خلکو له يو ۱ څخه تر ۲ ګرامه پوری له ۱۵ څخه تر  ۲۵ ډالرو پورې پېرودل.

کله چې د صالحي سوداګري وده وکړه، صالحی یو شریک او دوه کارکوونکي له ځان سره وګومارل. په پایله کې، د صالحي کروندی د غوښتنې د پوره کولو وړتیا له لاسه ورکړه، نو د دوی شرکت نور افغان کروندګر د زعفرانو د برابرولو لپاره ورسره همکار کړل.

د ۲۰۲۱ م کال اګست کې له تحول وروسته، د طالبانو سرپرست حکومت امریکا ته مستقیم د توکو لېږد بند کړ، او صالحي اړ شو چې د خپلې سوداګرۍ څرنګوالی له سره و ارزوي.

هغه د خپل کاروبار لپاره حل لاره ومونده او د خپل پخواني ټولګيوال شهرام محمدي په مرسته یې په دوبۍ کې د زعفرانو د وېشلو یو مرکز جوړ کړ چی په دې  سره عرضه کوونکي زعفران دوبۍ ته استوي او له هغه ځایه امریکا ته انتقالیږي.

د صالحي شرکت په هرات ښار کې یو دفتر او د لېږدولو اسانتیاوې لري چې د نویو کروندګرو په همکارۍ د کیفیت د تضمین، صادراتو او نورو چارو په سمبالولو بوخت دی.

په ۲۰۲۳ کال کې، ياد شرکت د ۳۰۰۰۰۰ ډالرو په اندازه پلور درلود چی په ۲۰۲۴ کال کې دغه اندازه له ۵۰۰۰۰۰ ډالرو هم واوښته. ياد شرکت د عمده، پرچون او رستورانتونو ته د مستقيم پلور په بڼې زعفران پلوري. صالحي د روان کال لپاره اټکل کړی چی د پلور اندازه به له ۷۵۰,۰۰۰ ډالرو څخه تر یو میلیونه ډالرو پورې ورسېږي.

هېره دې نه وي چې ياد شرکت د ځيرې، مرچو او داسې نورو بېلابېلو مصالحو پلورل هم پيل کړي چی په دی سره به د صالحي شرکت لا ډير پرمختګ وکړي.


#AfghanEconomy

بېلابېلې څانګې

  • خبرونه
  • اقتصاد
  • سیاست
  • زابلی سنټر

وروستي مطالب

08 Jul,25

د افغانستان د سړي سر ناخالص ملي عاید (۲۰۰۰–۲۰۲۴)

26 May,25

په شيکاګو کی د يو افغان د بريا کيسه

05 Feb,25

د اسعارو بازار څنګه فعاليت کوي، بازار کې څه روان دي، او په دې اړه ډيټا/ ارقام څه وايي

05 May,23

sdf
  • 00 93 78 733 3444
  • [email protected]

د زابلي سنټر په اړه

زابلي سنټر، چې په افغانستان کې لومړنی اقتصادي څېړنیز مرکز دی، په هېواد کې اقتصادي مسایل او دوامداره پراختیا څیړي. دغه مرکز په خپلو څېړنو سره هڅه کوي چې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مناسبې تګلارې او حل لارې وړاندې کړي.

ګټور لېنکونه

  • نظریاتي سرمقالې
  • زابلي په رسنیو کې
  • مطالب
  • کتابتون
  • اړیکه

ګډون کول

زمونږ د خبرپاڼو او نویو مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره ګډون وکړئ!

مجید زابلی سنټر © د کاپي حق خوندي دی